شنبه, ۰۹ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
چین له خپلو پولو بهر لومړنۍ نظامي هډه په جیبوتي کې پرانیسته!
بسم الله الرحمن الرحيم
چین له خپلو پولو بهر لومړنۍ نظامي هډه په جیبوتي کې پرانیسته!

(ژباړه)

خبر:

چین خپله لومړنۍ بهرنۍ یا له پولو بیرون نظامي هډه په جیبوتي هېواد کې په شانداره نظامي مراسمو او خپلې جنډې په پورته کولو پرانیسته. د د ولتي رسنیو د رپوټ  پر اساس، د سه شنبې په مراسمو کې له ۳۰۰ زیاتو کسانو ګډون کړی و؛ په ګډونوالو کې د چین د سمندري ځواکونو مرستیال تیان ژونګ او د جیبوتي هېواد د دفاع وزیر هم ګډون درلود. دغه پېښه د اګېسټ پر لومړۍ د چین پوځ او د خلق چین آزادي بښونکي پوځ د تاسیس نوییمې کلیزې سره په یوه وخت همغږې شوې وه.

چین تېر کال د دغې هډې د جوړولو کار پیل کړ. دا هډه د هغو وسله والو سمندري ځواکونو د اړتیاوو پوره کولو لپاره ده چې د یمن او سومالیا سواحلو ته نیږدې د سولې ساتلو او بشردوستانه مرستو لپاره کار کوي. هغه ښار چې شاوخوا اته میلیونه انسانان کورونه پکې لري. جیپوتي همدارنګه د امریکایي، فرانسوي او جاپاني پوځیانو کوربه دی. جیبوتي د هند اقیانوس شمال لوېدیځې څنډې ته پروت هېواد دی، چې د هند د انديښنې لامل شوی. چارواکي او سیاسیون وېرېږي، چې چین غواړي د بنګله دېش، میانمار او سریلانکا په ګډون په یو لړ نظامي اتحادیو به هند محاصره کړي. جیبوتي د سمندري ځواکونو لومړنۍ هډه ده، چې له چین هېواد څخه بهر جوړه شوې. که څه هم بېجېنګ دغه هډه د یوه لوجیستیکي یا تدارکاتي مرکز په توګه معرفي کړې.

د چین ولسمشر شي جېن پېنګ  د خپلې قدرت غوښتونکې نظامي ارتقا په برنامې، د نظامي عملیاتو لپاره د چیني ځواکونو د پیاوړتیا په شمول، له چین څه اخوا څارنه کوي. شي جېن پېنګ په بېجېنګ کې د حکومت مشرانو  او د چین د آزادي بښونکي پوځ (PLA) غړو ته وویل: «د چین خلک سوله غواړي او موږ په بشپړ ډول د حملې او پراختیا په لټه کې نه یو.»  نوموړي د چین ازادي بښونکي پوځ د بنسټ د معرفي کولو په اړه یوه وینا کې وویل: «په هر حال، موږ بشپړ ډاډ لرو، چې د هر ډول تېرې پر وړاندې به بریالي شو.»

جیبوتي یو بې ثمره او کوچنی هېواد دی چې د اتیوپي، ارتیرې او سومالیا په منځ کې موقعیت لري. د سهېل له خوا سرې بهېرې ته ورننوتی او د سویس کانال په مسیر کې واقع دی. د ډيپلومات مجلې په راپور، د چین او جیبوتي تر منځ هوکړه لیک په جیبوتي کې د چین حضور تر ۲۰۲۶م کال پورې په شاوخوا ۱۰زرو سرتېرو تضمینوي. بیجېنګ په ټوله افریقا کې ډېرې زېربنایي پانګونې کړې؛ ځکه چې دوی د نویو بازارونو او طبیعي سرچینو په لټه کې دي. چینې بانکونو په جیبوتي کې لږ تر لږه ۱۴ پروژې لاسته راوړې، چې ټولټال ۱۴،۴میلیاده ډالره ارزښت لري. په دې پروژه کې د رېل پټلۍ هم شامله ده چې د حیبوتي له جنوب څخه به د اتیوپیا، ادیس آبابا سیمې ته د ترانزیت او انتقالي بارونو چټکتیا دوه برابره کړي. (سرچینه: News agencies)

تبصره:

چینپه پانګوالۍ – د پانګوالۍ نظام له پلي کېدو  چې رهبري یې د دنګ شیایویینګ په لاس کې وه ــ د خپل سفر له پیله تر اوسه ډېر پرمختګ کړی دی. نن چین د هر هغه څه د تولید وړتیا لري، چې غرب یې تولیدوي. دغه هېواد نړیوال حضور لري، اوس د پراخوالي په حال کې دی او نظامي توان لري.

چین له ټیکنالوژۍ او په خپل لاسو جوړو وسلو څخه په ګټه اخیستنې، د غربي استعمارګرانو د ستراتیژۍ پیروي کوي، د دوی په تقلید په بهرنیو هېوادو کې نظامي هډې جوړوي، تر څو د خپلو خلکو ګټې خوندي کړي. له عربستان غوندې هېوادونو سره په پرتلې، چې هغوی هم د خپل نظامي ځواک د پياوړي کولو په لټه کې دي؛ نه د اسلامي امت او اسلام؛ بلکې عرب او هغه هېوادونه چې د دوی پیروي کوي، یو له بل سره یو ځای کار کوي او د یهودو دولت او د اسلام د دښمنانو د اجنډا ملاتړ کوي. نو پر دغه اساس موږ هغوی وینو چې د قطر مسلمانان یې وېشلي او د یمن زرګونه مومنان یې محاصره کړي او بمباروي يې.

بې حده د شرم وړ خبره ده، چې دغه فاسد چارواکي په مرګونو وسلو او تجهیزاتو، چې له غربه یې پېري، د مسلمانانو د وژلو، وهلو او پر هغوی د ظلم سبب کېږي.  نو دوی غلبا خپل غربي باداران خوشالوي او غني کوي یې، په داسې حال کې چې د غربي برنامو پلې کېدل د اسلامي امت د بدبختۍ سبب کېږي.

له هغه ټول ثروت او ډېر مال سره سره چې الله سبحانه و تعالی يې خاورو ته وربښلی او برکت یې ورکړی؛ بیا هم حکام اسلام ته نږدې شوي نه دي. ایا دوی د الله سبحانه و تعالی له متعددو نښو نښانو عبرت نه دی اخیستی، چې هېر کړي یې دي چې، الله سبحانه و تعالی څنګه له دوی څخه مخکیني ویاړلي او سرلوړي خلک نابود کړي؟

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا عَدُوِّي وَعَدُوَّكُمْ أَوْلِيَاءَ تُلْقُونَ إِلَيْهِم بِالْمَوَدَّةِ وَقَدْ كَفَرُوا بِمَا جَاءَكُم مِّنَ الْحَقِّ يُخْرِجُونَ الرَّسُولَ وَإِيَّاكُمْ أَن تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ رَبِّكُمْ إِن كُنتُمْ خَرَجْتُمْ جِهَادًا فِي سَبِيلِي وَابْتِغَاءَ مَرْضَاتِي تُسِرُّونَ إِلَيْهِم بِالْمَوَدَّةِ وَأَنَا أَعْلَمُ بِمَا أَخْفَيْتُمْ وَمَا أَعْلَنتُمْ وَمَن يَفْعَلْهُ مِنكُمْ فَقَدْ ضَلَّ سَوَاءَ السَّبِيلِ﴾
[ممتحنة: ۱]

ژباړه: ای مؤمنانو! زما او خپل دښمنان په دوستۍ مه نیسئ. تاسو هغوی ته محبت ښکاره کوئ، په داسې حال کې چې هغوی پر هغه حق ایمان نه لري، چې تاسو ته راغلی. پيغمبر او تاسو پر الله، چې ستاسو رب دی، د ایمان راوړو له امله له خپل ښار او استوګنځي څخه بهر کوي. که تاسو زما په لاره کې د جهاد او زما د رضا لپاره هجرت کړی وي او له خپل ټاټوبي بهر راوتي وئ؛ (له دوی سره د دستۍ اړیکه مه ټينګوئ)، په پټه به هغوی سره دوستي مه کوئ. زه پر هغه څه چې پټوئ يې یا ښکاره کوئ، له ټولو ښه پوهېږم. هر څوک چې له تاسو څخه داسې وکړي، له نېغي لارې کوږ شوی.

د نجد حکامو او دوستانو یې هېر کړي، چې باید یوازې له الله سبحانه و تعالی څخه ووېرېږي. د دوی دنده د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د امت ساتنه ده، هغه امت چې دوی ادعا کوي، چې ورپورې اړوند دي. دوی باید د اسلام له تګلارې او برنامو کار واخلي، د اسلام سیاسي قدرت بېرته راوګرځوي او له خپلو وسلو او پوځ څخه د فلسطین د ازادۍ او د اسلامي هېوادونو د ساتنې او اتحاد لپاره کار واخلي.

لیکوال: محمد حمزه

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

Last modified onپنج شنبه, 31 آګست 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې